د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جنګیالیو یې په دوه جلا-جلا بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم دوه عسکر هلاک او څلور نور ټپيان کړي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه بریدونه د بلوچستان په تربت او مستونګ ولسوالیو کې پر پوځ او د کانې موادو پر لېږدوونکو موټرو ترسره شوي دي.

«بي‌اېل‌اې» ویلي، دې بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم ته په ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د پاکستان پوځي رژیم د «بي‌اېل‌اې» دې ادعا ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

د یادونې ده، چې یاده ډله د بلوچستان په ډېرو سیمو کې پراخ نظامي حضور لري، او نږدې هره ورځ د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو مرګوني بریدونه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version