د ایران خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له خپلو ژمنو د امریکا د شاتګ او پر لبنان د صهیونیستي رژیم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې یې د هرمز تنګي د تړلو پرېکړه کړې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې د هرمز تنګي تړل کېدل ابتدایی اقدام دی او که صهیونیستي رژیم د لبنان پر خلکو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، ایران به نور اقدامات هم ترسره کړي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې څو ورځې وړاندې له اوږد ځنډ وروسته د سپاه پاسدران له لوري د کښتیو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوی و.


