د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې چارې به د راتلونکي ۲۰۲۶ کال تر ډسمبر میاشتې پورې بشپړې شي.
د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال جمشېد شعيمزاده ویلي، چې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژه به د ۲۰۲۶کال تر ډسمبر میاشتې بشپړه او له هغه وروسته به پاکستان ته د ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا لېږد پیل شي.
د هغه په وینا، چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به یې د چارو له بشپړېدو وروسته یاده پروژه په رسمي توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
ياده دې وي، چې د کاسا زر پروژې ټول لګښت ۱.۱۷ ميليارده ډالره اټکل شوی او په بشپړېدو سره به یې د تړون له مخې ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او ۱۰۰۰ ميګاواټه برېښنا پاکستان ته ورکړل شي.