د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د تخار په مرکز تالقانو کې د صابون جوړولو یوې کارخونې کار پیل کړی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په یاده کارخونه ۹ مېلیونه افغانۍ پانگونه شوې، چې هره ورځ به ۱۵زره صابون تولیدوي او لسو تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د تخار د صنعت او سوداگرۍ رئیس عبدالرحمن غزنوي له ځايي خلکو غوښتي، چې خپل کورني تولیدات وکاروي، څو کورنۍ کارخونې خپل تولیدات ډېر کړي.

ښاغلي غزنوي پانگه‌والو ته ډاد ورکړ، چې په دغه ولایت کې د صنعتي پارک په جوړولو کار وران دی، چې په جوړېدو سره به یې پانگه‌والو ته گنې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي له پانگه‌والو غوښتي چې خپل تولیدات په غوره کیفیت سره وکړي او د تولیداتو کیفیت ته دې پوره پام وکړي.

یاده کارخونه اومه توکي له ایران، مالیزیا او اندونیزیا واردوي او د کالیو مینځلو بېلابېل ډوله صابونونه بازار ته وړاندې کوي.

په هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته اوسمهال گڼو پانگه‌والو په کابل او ولایتونو کې پانگه اچونې ته زړه ښه کړی او اوسمهال گڼې کارخونې بېلابېل تولیدات لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version