د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې له رئیسې حنان حسن بلخي سره لیدلي دي.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یاد پلاوي ته وویل، په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت راوروسته په بېلابېلو له هغې ډلې د نشه‌یي توکو د کر، تولید او قاچاق، د روږدو د راټولولو او درملنې، د اداري فساد محوه کولو او په هېواد کې د سرتاسري امنیت د تامین په برخو کې زیات پرمختگونه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي حنفي یاد پلاوي ته ویلي، د افغانستان اسلامي امارت استازي ته په روغتیا نړیوال سازمان کې د څوکۍ سپارلو، د اجرائیوي بورډ په جلسو او د مدیترانې سیمې د رهبرۍ په غونډو کې د افغانستان د غړیتوب اعاده کولو ترڅنگ د بدیل معیشت په برخه کې له افغان کروندگرو څخه د نړیوالو سازمانونو د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، په دې وروستیو کې زموږ زیات شمېر هېوادوال وروستیو شدیدو سېلابونو سخت زیانمن کړي.: «د افغانستان اسلامي امارت له یو مېلیون څخه د زیاتو افغان مهاجرینو اجباري اخراجول په درست ډول مدیریت کړل، د گوزڼ لمنځه وړل د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دي، موږ د پولیو د تشخیص لابراتوارونو د فعالولو او واکسین د تأمین، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د مجهز مرکز د ایجاد او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي کلینیکونو د جوړولو، د کوچنیانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ، د څښاک پاکو اوبو برابرولو، د لابراتوارونو فعالولو، د متخصصینو روزنې او په طبي وسایلو د روغتونونو او کلینکونو د سنبالولو په برخو کې د روغتیا نړیوال سازمان همکاري غواړو.»

د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رئیسې ډاکټرې حنان حسن بلخي ویلي، د روغتیا مسئله د روغتیا نړیوال سازمان پر وړاندې غیرسیاسي ده او د دې سازمان په لومړیتوبونو کې ده.: «هیله لرم په روغتیايي او زده‌کړو برخو کې افغانانو ته غوره شرایط برابر شي، ځکه په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د روغتیا په برخه کې افغانان د غوره خدمتونو د لاسرسي وړ دي.»

نوموړې ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان له نورو بین المللي ارگانونو او اروپایي ټولنې سره په گډه یوه درې کلنه پروژه لري چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو ایجادول پکې شامل دي.:«افغان کروندگرو ته د بدیل معیشت برابرولو مسئله به د روغتیا نړیوال سازمان او نورو اړوندو ارگانونو سره شریکه کړي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version