د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړۍوال انستېتیوت څخه د خوند په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د یاد وزارت مسولین وایي، چې په یاد انستېتیوت کې د افغانستان په استازیتوب د هراتي زعفران شرکت له زعفرانو څخه لابراتواري ازموینه اخیستل شوې ده.

د بلجیم د ذایقې نړیوال انستېتیوت کې هر کال د ټولو هېوادونو زعفران ارزول کیږي، چې سږ کال یو ځل بیا د افغانستان زعفران تر ټولو غوره بلل شوي دي.

زعفران د افغانستان د با ارزښته صنعتي بوټو څخه دی، چې د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د اطلاعاتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۲۶ ولایتونو ۸ زره ۳۰۴ هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۳.۲۴۹ مټریک ټنه زعفران راټول شوي دي.

د مسوولینو په وینا له دې ډلې ۲۲.۲۴۰ مټریک ټنه زعفران له هرات ولایت څخه راټول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version