د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د څه‌باندې ۳۰زره افغان حاجیانو د لېږد بهیر پای ته رسېدلی، چې د هېواد له څلورو نړیوالو هوايي ډگرونو(کابل، هرات، مزارشریف او کندهار) څخه څه‌باندې ۳۰زره حاجیان سعودي عربستان ته د حج فریضې د اداء کولو په موخه په بریالیتوب سره لېږدول شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان حاجیانو د لېږد پر مهال د افغانستان نړیوال هوايي ډگرونه د ۲۴ ساعتونو لپاه فعال وو او خدمتونه پکې وړاندې کېدل.له بل لوري د ارشاد، حج او اقافو وزارت وايي، د یاد وزارت چارسمبالی وزیر نور محمد ثاقب هم سعودي عربستان ته تللی او هلته یې افغان حاجیانو ته د هر ډول اسانتیاوو په موخه له گڼو مسوولینو سره لیدلي دي.: «کاري کمېټې په ځانگړې توگه د ترانسپورت، تغذیې، مناسکو، مفقودینو، نشراتو، بهرنيو اړيکو او روغتيايي کمېټو مسوولین باید خپلو دندو ته په جدي توگه پاملرنه وکړي؛ تر څو افغان حاجیان وکولی شي د حج مراسم او مناسک په سمه، منظمه او ډاډ منه توگه ترسره کړي.»

سږ کال هم د افغان حاجیانو ونډه ۳۰زره وه، چې د دولتي چارواکو په گډون پکې هغه کسان حج ته تللي، چې په پچه اچونه کې یې نومونه راوتلي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version