د هلمند د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یې په گڼو روغتیايي مرکزونو څارنه کړې، چې گڼ روغتیايي مرکزونه یې تړلي دي.د یاد ریاست مسوولین وايي، د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ډلې له لوري په نوزاد ولسوالۍ کې د ۹ دولتي روغتونونو د څارنې ترڅنگ له ۶۸ خصوصي درملتونونو، ۲۲ روغتیايي کلینکونو، ۱۸ طبي لابراتوارونو، ۱۴ قابله کتنځایونو او ۸ د غاښونو کلینکونو څخه څارنه شوې ده.:«د څارنې په پایله کې ۲۲ خصوصي درملتونونه، ۱۱ روغتیايي کلینکونه، ۶ د غاښونو کتنځایونه، ۷ لابراتوارونه او ۹ د قابله کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.»په هېواد کې د روغتیا وزارت نه پاملرنې او خپلسرۍ له امله په گڼو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي، چې خلکو ته یې د گټې پر ځای گڼ زیانونه اړولي دي.د هېواد په ځینو سیمو کې لا هم ځینې نرسان د معالج ډاکټرانو دنده مخته وړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version