محمد فیصل

واک د افغانستان اسلامي امارت له رسېدو وروسته افغانستان له ځینو سیاسي، اقتصادي او بشري مسلو سره مخ شو، د افغانستان دغو مسلو له امله چین له افغانستان سره تعامل زیات کړ.

د ازبکستان د یو څېړنیز مرکز د راپور پر بنسټ، چین له دغه تعامل څخه د امنیتي او اقتصادي موخو تر څنګ د افغانستان طبیعي سرچینو ته لاسرسی غواړي.

چین په افغانستان کې داسې باثباته حکومتي ساختار غواړي چې وکولی شي ټول افغانستان کنټرول کړي.

په افغانستان کې ثبات د سیمې د نارامۍ مخې نیولو له پاره مهم دی، د افغانستان بې ثباتي د نورو په ګډون چین هم اغیزمنوي،سره له دې چې چین د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو له حکومت سره همکاري کوي.

چین د افغانستان په بې ثباتۍ کې په امریکا هم نیوکې کړي، خو چین پر افغان حکومت له ډېرو نیوکو ډډه کړې.

چین د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون له پاره هم غږ پورته کړی او د افغان حکومت اقتصادي ملاتړ له پاره یې ټټر هم ډبولی دی.

چین د پوځي پر ځای پر اقتصادي او دیپلوماتیک تعامل ټینګار کوي، چین د افغانستان ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت درک کوي او دا د سیمې په نښلون کې مهم ګڼي.

افغانستان چې د لیتیمو ډېر کانونه لري، چین ورته اړتیا لري او په ټکنالوژۍ کې یې کاروي،د عینکو د مس کان کې د کار بیا پیلول ښیي چې چین په افغانستان کې ګټې لري او پانګونه کوي.

افغانستان د چین په سیمه ییزې ډیپلوماسۍ کې مهم ځای لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version