په ترکمنستان کې د پاکستان سفیر، احسان واګان سره له دې چې د معتبرې وېزې او بشپړو سفري اسنادو درلودونکی و، امریکا ته له ننوتو منعه شوی او له لاس‌انجلس څخه شړل شوی دی.

راپورونه وایي چې، نوموړي د رخصتیو لپاره د امریکا لاس‌انجلس ته سفر کړی و.

د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د کډوالۍ سیسټم د نوموړي په دوسیه کې د وېزې مشکوک سوابق موندلي، چې له امله یې نوموړی امریکا ته له ننوتو منعه او بېرته درېیم هېواد ته شړل شوی دی.

امریکايي چارواکو تر اوسه د دغه پاکستاني لوړپوړي ډیپلوماټ د شړلو د پرېکړې کره لامل نه‌دی وړاندې کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version