ملي دفاع وزارت وایي، د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو ١١١ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندان مولوي نصیب الله مدني فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي: «په مسلکي برخو کې د عصري ټکنالوژۍ وسایلو کارول زده‌کړئ او خپل مهارتونه لا پسې پیاوړي کړئ؛ زموږ هدف دا دی چې یو قوي، منظم او د وخت مطابق مجهز نظامي ځواک ولرو، چې د اسلامي نظام ساتنه وکړي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version