د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناستې په غبرګون کې ویلي، افغانستان خپله ټوله هڅه کړې، چې له نړۍوالې ټولنې سره په تعامل کې ژوند وکړي.
د ښاغلي فطرت په وینا، ځینې هېوادونه دې برخه کې خنډونه جوړوي، چې دا د ملګرو ملتونو په جرئت او سالمو پرېکړو پورې اړه لري
نوموړي ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید د لویو هېوادونو د سیاستونو تر اغېز لاندې رانه شي او بې پرې پرېکړي دې وکړي، چې په همدې ډول افغانستان کولی شي نړېواله ټولنه کې خپل ځای ومومي او په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه غونډه وکړه، چې په کې د یادې شورا دوو مهمو غړو چین او روسیې له سرپرست حکومت سره پر رغنده تعامل ټینګار وکړ.