د افغانستان برښنا شرکت وایي، د دې شرکت عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکیې هېواد «ټیکنیلیګوس» کمپنۍ مسئولینو سره ناسته کې د نوې کېدونکې برښنا انرژۍ پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړي.

ښاغلي عمر ویلي، چې افغانستان کې له بېلا بېلو سرچېنو څخه د برښنا تولید او تاسیساتو جوړولو برخو کې پانګونې ته اړین شرایط رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد کې د ملي او نړیوالو پانګوالو پانګونې مخ پر زیاتیدو دي او دوی هم کولی شي اړوند برخو کې د نورو پانګوالو په څېر پانګونې وکړي.

ورته مهال د ترکیې «ټیکنیلیګوس» کمپنۍ مسئولینو افغانستان کې د برښنا تولید، تاسیساتو جوړولو او ټیکنالوژۍ برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version