د افغانستان برښنا شرکت وايي، د دې ادارې عمومي اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د ترکیې د برښنايي تجهیزاتو له «Marbeyaz» کمپنۍ مسئول سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د اوبو برښنا برخه کې پر پانګونې، د شته تولیدي تجهیزاتو پر ترمیم، نویو کولو او د عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوو برېښنايي سیستمونو د نصب په اړه خبرې شوې دي.
د یادې ترکي کمپنۍ مسئول ویلي، چې غواړي په افغانستان کې د اوبو برښنا تولید، د موجوده توربینونو رغونې، د نوو لوړ ظرفیته توربینونو نصب او د تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخو کې پانګونه وکړي.
دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د افغانستان برښنا شرکت او یادې کمپنۍ تخنیکي څانګو ترمنځ ګډې ناستې وشي او د هېواد ولایتونو کې د شته اوبو سرچېنو څخه د برښنا تولید برخو کې تخنیکي ارزونې ترسره شي.
