الجزیرې راپور ورکړی، چې کولمبیا کې د یوې سوداګریزې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه مړه شوي دي.

کولمبیایي چارواکو ویلي، یاده الوتکه تر الوتنې څو شېبې وروسته له راداره ورکه او وروسته یې پاتې شوني د کولمبیا په یوه لرې پرته سیمه کې موندل شوي دي.

چارواکو ویلي، چې د ژغورنې ډلې تر پراخو پلټنو وروسته د الوتکې د سقوط ځای ته رسېدلي؛ خو کوم ژوندی کس یې نه‌دی موندلی.

د کولمبیا د هوايي چلند ادارې ویلي، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version