د الجزیرې څانګې عربي پوسټ خبر ورکړی، چې ترکي چارواکو ویلي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر انقرې د ایف-۳۵ جنګي الوتکو د پېرلو بندیز لرې کړي، ترکیه به وکولای شي په لنډ وخت کې دغه الوتکې ترلاسه کړي.
راپورونه وایي، د ناټو تر سرمشریزې وروسته د بندیزونو د نرمېدو په اړه مثبتې نښې لیدل شوي دي. د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس هم ویلي چې د ترکیې د ایف-۳۵ پروګرام ته د بېرته ورګرځېدو قانوني شرایط ارزول کېږي.
بلخوا، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ادارې غوښتي، چې ترکیې ته د ایف-۳۵ الوتکو له پلورلو ډډه وکړي. هغه ادعا کړې چې د ترکیې اوسنی سیاست د اسرائیل امنیت ته ګواښ دی.
په مقابل کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د اسرائیل او یونان مخالفت ته اهمیت نه ورکوي او ټینګار یې کړی چې د امریکا له لوري پر ترکیې ډېری دفاعي بندیزونه لرې شوي او د ایف-۳۵ الوتکو د ترلاسه کولو په برخه کې د پرمختګ تمه لري.


