د ترکیې هېواد د استانبول او ایزمیر په ګډون د دغه هېواد په ٢٢ ولايتونو کې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور ٤٧ شکمن کسان نیول شوي دي.

په دغو کسانو تورونه دي، چې د داعش غړو ته یې لوجیستیکي مرستې رسولې، په ټولنیزو رسنیو کې یې ورته تبليغ کاوه او د هغوی فعاليتونه يې تمویلول.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي کایا ویلي، له نیول شويو کسانو سره یې اسناد او ډیجیټلي توکي هم نیولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version