د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره د افغان کډوالو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ناستو کې مولوي عبدالکبیر ویلي چې ایران او پاکستان له کلونو راپدېخوا «د میلیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی؛ اسلامي امارت یې منندوی دی او له کوربه هېوادونو هیله لري، چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.» نوموړي د خبرو پر دوام ویلي: «په دې وروستیو کې، پاکستان او ایران له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر کړی، مونږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.»

د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت د خپل اقتصاد محوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هیچا ته د ستونزو جوړولو نیت نلري او د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.

هغه دا یادونه هم کړې، چې «سرپرست حکومت افغان کډوال راستنېدو ته هڅوي؛ خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له کبله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.» مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې د جون تر پایه له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي؛ ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي.

مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ دې د خبرو لار غوره شي؛ د تورخم لارې بندول، جګړه او تاوتریخوالی یې حل لاره نه ده. نوموړي ټینګار کړی چې، په تورخم کې دې له تخریبي عمل ډډه وشي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د پاکستان سفیر مولوي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړی، چې د سرپرست حکومت غوښتنې به په رسمي ډول د پاکستان له چارواکو سره شریکې کړي؛ ځکه د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی او غواړي، چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

بلخوا په کابل کې د ایران سفیر، علی رضا بیکدلي د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version