د پنجشېر ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، چې په يوه تازه بولۍ کې چې نن ترسره شوه، د دغه ولايت له کانونو څخه تازه استخراج شوي ۶ زره ۴۵۸ قيراطه زمرد په۱۰۷ زره ۵۵۹ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
سرچينه وايي، په دغې ازادې بولۍ کې چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو سوداګرو په کې برخه لرله د کانونو څخه د څار د کمېټې په شتون کې ترسره شوه.
ياده دې وي، چې له تېرو څو کلونو راپه دېخوا د پنجشېر د کانونو استخراج په معياري او شفاف ډول ترسره کېږي او ترلاسه شوي عوايد یې هم د دولت خزانې ته جمع کېږي.