Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»تر افغانستان وروسته پاکستان کې د شریرو اربکیانو په اړه اندېښنې پارېدلې
    تبصرې

    تر افغانستان وروسته پاکستان کې د شریرو اربکیانو په اړه اندېښنې پارېدلې

    عمران آغاعمران آغا13 جولای 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د جمهوري رژیم پر مهال د اربکیانو په نوم جوړښتونه، چې په ډېری سیمو کې د خپل سري چلند، ظلمونو او بربریت له امله د ولسي کرکې سرچینه ګڼل کېدل، په افغانستان کې د نوي نظام له حاکمیت وروسته اوس په سیمه کې د لا ډېرو ګواښونو اندېښنې پارولې دي. د دغو اربکیانو یوه برخه په افغانستان کې د ولس له وېرې د تېښتې په موخه د ډیورنډ کرښې هاخوا بلوچستان کې ځای پر ځای شوې ده. دا شریر او بې ‌بندوباره وسلوال، چې په ځینو جنګي تاکتیکونو سمبال خو له هر ډول انساني او اخلاقي اصولو بې برخې دي، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره په ګواښ بدل شوي دي.

    د بلوچستان په بې ‌ثباته چاپیریال کې، دغو پخوانیو اربکیانو د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځي رژیم په سیوري کې فعالیت پیل کړی دی. د پاکستان استخباراتي شبکې د دغو عناصرو له مجبوریته او ناکامې جنګي تجربې په ګټې اخیستنې، هغوی د خپلو نامعلومو او ناقانونه ملېشو په توګه کاروي. دا شریر اربکیان چې په خپلو سیمو کې یې هم له ظلم او ستم پرته بل څه نه وو زده، اوس په بلوچستان کې هم د پوځي رژیم د نیابتي ځواک په توګه د بې‌ ګناه خلکو په ځپلو، اختطافونو، هدفي وژنو او په پوځي عملیاتو کې د مستقیم ګډون له لارې هلته د واکمن سیستم د بقاء لپاره کار کوي.

    د دغو اجیرو وسلوالو تر ټولو زیات زیان د بلوچستان عامو خلکو، په ځانګړې توګه بلوڅانو ته رسېږي. بلوڅ ولس، چې له پخوا د خپلو بنسټیزو حقونو د غوښتلو له امله تر سختو فشارونو لاندې دی، اوس د دغو اجیرو اربکیانو له بې ‌رحمانه کړنو سره مخ دی. دغه وحشتونه اوس د پاکستان دننه هم د اندېښنو او غبرګونونو لامل ګرځېدلي؛ د بلوڅانو مخکښې فعالې ډاکټر ماه رنګ بلوچ په خپل وروستي بیان کې د دغو پخوانیو اربکیانو شرارت تائید کړی او وايي، چې د بلوچستان له بېلابېلو سیمو داسې راپورونه ترلاسه کېږي چې له پخواني افغان پوځ سره تړلي ځینې کسان د پاکستاني دولتي ځواکونو سره په بېلابېلو پوځي تېریو او ظلمونو کې شریک دي. د نوموړې په وینا، دا چاره په سیمه کې د سختې اندېښنې او ولسي غوسې لامل ګرځېدلې ده.

    شریر اربکیان د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي، چې د مستونګ په یوې ښوونځۍ کې یې مېشتېدنه ماه رنګ بلوچ هم تائید کړې ده. د دغو شریرو اربکیانو لخوا د عامو خلکو د ځپلو پر وړاندې بله لویه تراژیدي دا ده چې د پخواني جمهوري رژیم چارواکو پر دغه حساسه مسئله سترګې پټې کړې دي. د دغو پخوانیو چارواکو چوپتیا دا روښانه کوي چې دوی په حقیقت کې د دغو شریرو اربکیانو له جنایتونو او د پاکستان له پوځي رژیم سره په همکارۍ موافق دي. لکه ماه رنګ بلوچ چې ویلې، زه د افغانستان د پخواني حکومت د ټولې رهبرۍ پام دې حساسې مسلې ته راګرځول غواړم، تاریخ کله ناکله داسې ازمایښتونه را مخې ته کوي چې هلته چوپتیا هم یو موقف ګرځي. دا یو واقعیت دی چې پخوانیو چارواکو په دې اړه چوپتیا غوره کړې او دا موقف یې یو ډول تائید کوي چې دغه عناصر په بلوچستان کې د څو روپیو، امتیازاتو یا عارضي پناه په بدل کې د خلکو وینې توی کړي.

    د شریرو اربکیانو د فعالیتونو پراخېدل او له پوځي رژیم سره د هغوی همکاري، په سیمه کې د بې ‌ګناه انسانانو د وینې تویدنې او تلپاتې بې ‌ثباتۍ لامل ګرځي. دا مسله د دې وړ ده چې د ماه رنګ بلوچ په څېر د سیمې نور فعالان او د پاکستان دننه عام ولس د دغه خطرناک استخباراتي پلان پر وړاندې غږ پورته کړي او ودرېږي. دا اجیر عناصر چې نن د بلوچستان د ولس پر وړاندې په کار اچول شوي، سبا به د ټولې سیمې ثبات او د ولسونو ارامي د تل لپاره له منځه یوسي او داسې حساس وضعیت به رامنځته کړي چې کنټرول یې بیا د نظامونو او جریانونو مداخلې ته اړتیا پیدا کوي.

    مخکینۍ مقالهد روسیې هوايي دفاع سیسټمونو د اوکراین ۳۴۲ ډرونونه نسکور کړي
    راتلونکي مقاله د يمن انصارالله غورځنګ له ايران څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړی

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان پوځي رژیم؛ د بې‌ثباته افغانستان په لټه کې

    29 جون 2026

    د پوځ تر واک لاندې چترال، د مخالفو ډلو د تبلیغاتي ډرامو کوربه دی

    28 جون 2026

    د آمو مدیریتي بدلون د اهدافو او مالي ننګونو پوښتنې راولاړې کړې

    25 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 13 جولای 2026

    د يمن انصارالله غورځنګ له ايران څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړی

    د يمن د انصارالله (حوثيانو) بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر…

    تر افغانستان وروسته پاکستان کې د شریرو اربکیانو په اړه اندېښنې پارېدلې

    13 جولای 2026

    د روسیې هوايي دفاع سیسټمونو د اوکراین ۳۴۲ ډرونونه نسکور کړي

    13 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن انصارالله غورځنګ له ايران څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړی

    13 جولای 2026

    تر افغانستان وروسته پاکستان کې د شریرو اربکیانو په اړه اندېښنې پارېدلې

    13 جولای 2026

    د روسیې هوايي دفاع سیسټمونو د اوکراین ۳۴۲ ډرونونه نسکور کړي

    13 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،227 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.