د ایران ولسمشر وایي، د صهیونیسټ رژیم جنایت ته د مناسب ځواب ورکولو حق د ایران سره محفوظ دی او زیاتوي که لویدیځوال په سیمه کې د نا امنۍ د مخنیوي په لټه کې دي، نو باید د صهیونیسټانو له ملاتړ څخه په سمدستي توګه لاس واخلي.

د صدا او سیما د خبر له مخې، د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر مانوئل مکرون د تلیفوني اړیکې په ځواب کې وویل: صهیونیسټ رژیم د غزې د بې دفاع خلکو په خلاف په خپلو ترهګریزو اقداماتو سره په سیمه کې د اور د پیلولو هڅه کوي او له بده مرغه امریکا او لویدیځ هېوادونه یې د غندلو پرځای په جنایتونو، نسل وژنې او ترورونو کې د دغه رژیم ملاتړ کوي.

پزشکيان زياته کړه: امریکا او لویدیځ هېوادونه متضاد چلند لري او دواړه د داسې رژیم ملاتړ کوي چې هیڅ نړیوال قوانین او مقررات نه مراعات کوي او که امریکا او لویدیځ هېوادونه په رښتیا سره غواړي په سیمه کې د جنګ او نا امنۍ مخه ونیسي نو د دغه ادعا د ثابتولو لپاره باید سمدستي د صهیونیسټ رژیم د وسلو خرڅولو او ملاتړ بند کړي.

د نوموړي په وینا امریکا او لویدیځ دې صهيونيستي رژیم دې ته مجبور کړي چې په غزه کې د نسل وژنې او حملو څخه ډډه وکړي او اوربند ته غاړه کیږدي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version