د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د څښاک اوبو د ۲۰ څاګانو د کېندلو چارې د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محمد کریم فاتح او نورو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه د څښاک د اوبو څاګانې د افغانستان ثمرقند په نوم موسسې له لوري د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې کېندل کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې څاګانو د چارو په بشپړېدو سره به د څښاک اوبو په برخه کې د سیمې د خلکو ډیری ستونزې هوارې شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کابل په شمول د ځينو ولايتونو اوسېدونکو د اوبو له کمښت او پاکو اوبو ته نه لاسرسي له امله شکايتونه کړې وه.