تورخم لار چې د جګړې له امله تړل شوې وه له څلور ورځني ځنډ وروسته د هر ډول تګ راتګ، مسافرو، او ټرانزيټ پر مخ خلاصه شوه.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي رسنيو ته په خپلو خبرو کې تاييد‌ کړې چې، په تورخم کې د افغان او پاکستاني مسوولینو له خبرو اترو وروسته دا دروازه نن (پنجشنبه د زمري ٢٥) سهار اته بجې د مسافرو، ناروغانو او ټرانزیټ پر مخ خلاصه شوه.

دغه لار د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د تورخم په غوړکي سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د افغان ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ د نښتې له امله، چې پکې افغان ځواکونو د پاکستاني لوري دوه پوستې له منځه وړې وې تړل شوې وه چې نن سهار د څلور ورځو ځنډ وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version