د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴کال دعقرب له ۳۰مې څخه د قوس تر ۶مې) نېټې پورې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۳ زره او ۳۹۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د نوموړي په وینا، د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸زره او ۷۲۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۰۴ زره او ۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹ زره او ۸۶۷ ټنه او د خواف – هرات له لارې ۱۴ زره او ۳۸۳ ټنه انتقالات شوي دي.

حق‌شناس زیاته کړې، چې ‏د انتقالاتو له منځه ۶۳ ټنه صادرات دي، چې لویه برخه یې وچې مېوې تشکیلوي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې. ټولګټو وزارت هڅه کوي، تر څو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version