د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اوونۍ کې ۹۱۵۹۳ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۱۰۵۰) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۴۶۳) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۰۸۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۹۱۵۹۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.د خبرپاڼې له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې ۷۳۷ ټنه صادرات هم شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انار جوس دي.په خبرپاڼه کې یادې ادارې ژمنه کړې چې د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي چې د سوداگرۍ د لا پراختیا په پار سوداگرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړې.همدارنگه د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، د خپلو کارونو د لا چټک کولو په موخه یې په هرات کې ۱۶ تنو مسلکي روزنه هم ورکوي.:«د افغانستان د اوسپنې پټلۍ مسلکي انسټېټیوټ چي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تر چتر لاندې فعاليت کوي، په لومړۍ مرحله کې د هرات ولايت د اوسپنې پټلۍ رياست ۱۶ تنو مسلکي کارکوونکو ته د ظرفيت لوړولو په موخه لس ورځنۍ روزنه ورکوي.»اوسمهال افغانستان له ایران، ترکمنستان او ازبېکستان سره د اوسپنۍ پټلې له لارې تړل شوی، چې هره ورځ پرې زرگونه ټنه سوداگریز توکي صادر او واردېږي. اقتصادي چارو کارپوهان له حکومت هیله کوي، چې په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې دې ډېر کار وکړي او دغه پټلۍ دې د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version