عبدالله زاهد

افغانستان کې ډېرې ډلې او نظامونه جوړ سوي او هرې ډله يو ښايسته غوندي شعار انتخاب کړی وي، چې په همدغو شعارونو يې ولس غولولی وي او ترې د پرديو جاسوسۍ کې کار اخلي، د خپلو شخصي ګټو؛ د اسلامي او ملي ارزښتونو مخالف يې استعمالوي، د شخصيت پرستۍ عينکې يې ورته په سترګو کړي وي او د حقايقو د ليدلو توان يې ترې اخيستی وي.خو ولس هله په ځان پوه سي چې اوبه تر ورخ اوښتي وي او يا هم د ژوند تر پايه د دوی په اصليت پوه نه سي، ځکه دوی د يوې ډلې او نظام په اړه د ښو او بدو فيصله شعارونو ته په کتو کوي نه کردار ته په کتو، ځکه خو افغانستان له کلونو راهيسي په جګړو کې پاته سوی او د بهرني يرغلونو ښکار سوی، راځئ چې د دې ډلو شعارونه او کردارونه سره پرتله کړو بيا فيصله وکړو چې څوک ښه او څوک بد دي:۱- کمونيستان: د کمونيستانو شعار کور، کالي، ډوډۍ وو؛ دا بيا جلا خبره ده چې کور يې شو ګور، کالي کفن او ډوډۍ غمونه، د دوی شعار وطن پرستي وه، انسانيت پرستي او برابري وه چې ټول افغانان يو دي، يو پر بل ښه والی او د پيسو مالکيت بايد ونه لري، خو اصل حقيقت يې دا وو چې وطن (افغانستان) يې د ليلن په قدمونو کې کښېښود او ورته تحفه يې کړ، د انسانيت او برابري اصل يې دا سو چې په لکونه افغانان يې تر چړې تېر کړه، ماشومان، زنانه او سپين ږيري يې نه کتل بس له يوه مخه هغوی ورته غداران ښکارېدل چې د ليلن قدمونو کې يې سر نه وو ايښی.علماء کرام او خانان يې وژل، او د وطن پر ځای ورته د کمونيزم فلسفه او ليلن اهم سو مګر شعار يې څه شی وو؟ وطن دوستي! تر نن ورځې چې ځينو ناپوهانو ته کښېنې چې کمونيستان څنګه خلک دي يا وه؟ وايي: نور که ښه وه يا بد خو وطن دوسته وه، ايا وطن دوستي دې ته وايي چې وطن يې د ليلن په امر لوټې، لوټې کړ؛ پر داؤد خان چې يو رښتينی وطن دوسته وو کودتاه يې وکړه او په ارګ کې يې د خپلې کورنۍ سره شهيد کړ، ايا دا وطن دوستي وه؟ ايا دا وطن دوستي وه چې افغانستان يې روسانو ته حواله کړ او که د افغان ولس قتل عام وطن دوستي وه؟ دوی وطن دوسته نه بلکې وطن فروشان وه او دي. ۲- ټوپک سالاران:(زاړه مجاهدين) د دوی شعار اسلام او د يرغل خاتمه وه چې په رښتيا سره هم افغان ولس وتوانېدی چې له روسي يرغل څخه په ډېره مېړانه آزادي واخلي، د سرونو په نذرانه کولو، تکليفونو او له ډېرو قربانيو وروسته وتوانېدل چې آزادي واخلي مګر د دوی د مشرانو شعار او کردار کې فرق وو ځکه شعار يې اسلام او آزادي وه خو له آزادۍ وروسته د واک لېونيان ترې جوړ سوه؛ چور و فساد، غلاوې و جنسي تيری، لواطت پاټک سالاري، د افغان ولس بې ګناه وژل او خپلو کې لکه چنجيان سره اخته سوه، شعار يې اسلام او آزادي خو کردار کې غله و شراب خواره، فاسدين او وحشيان وختل، داسې جنايتونه يې وکړه چې زما قلم يې ليکلو ته عاجزه دی، د افغان ميرمنو ناموسونه يې لوټ کړه، چيري چې به يې ښځه خوښه سوه نو په زور به يې ترې راوستل، کورونو ته به ور اوښتل، چا به له کوره خپل کشر نه سوای را ايستلای بيا به دوی ترې ګرځوی او د افغانانو مرګونه خو دومره ارزانه سوه چې حد يې نه وو، د دوی شعار او کردار کې هم بلها فرق وو خو ورسره ولاړ څوک وه؟همدا افغان ولس! ځکه د دوی په شعارونو غوليدلې وه. ۳- تېر حکومت د کرزي او اشرف غني: که څه هم د تېر حکومت مشران پر امريکايي ټانګ سپاره د امريکايي طيارو په بدرګه راغلل خو د ميډيا په زور يې شعار وطن دوستي او ډيموکراسي کړه او دا ټولو ته څرګنده ده چې د يرغلګر پر ټانک سپاره وطن دوسته نه راځي او دا يواځې افغانستان کې نه بلکې د نړۍ هر ملک کې ګوډاګيان بلل کېږي، دوی هر يوه په تېرو شلو کلونو کې بلها وحشتونه وکړه، د امريکايي پروژو عملي کول، د اسلام او افغان کلتور ورکول، چور او فساد، د غلاوو او قتلونو بازار يې افغانستان کې لګولی وو او خپله دکانداري يې پرې کول، د وطن يا کفن په شعارونو يې ولس غولوی، خو اصل کې يې له دې خاورې څخه د اسلام ورکول، د غرب د مفاداتو ساتنه، د خپلو افغانانو قتل عام او وحشت وو.د ډيموکراسۍ شعار يې هم بدرګه کاوه، که څه هم ډيموکراسي پخپل ځان کې يوه پليته پروژه ده خو پر هغه سربېره دوی ډيموکراسۍ ته هم نه وه وفاداره او نه يې هم د ډيموکراسۍ قانون مانه، نه رايه اچول او نه هم د ډيموکراسۍ نور اصول بلکې د يرغلګرو د امر طابع او امر ته به يې همېش انتظار وه، د مرګونو او د ولس تر قتل عام ور ها خوا ۲.۳۱۳ ټريليونه ډالر افغانستان ته راغله خو څه سوه؟ بيرته د همدې غلو د سويس په اکونټونو کې جمعه سوې چې نن هر يو يې بهر د عېش و عشرت ژوند په هغه غلا سوو پيسو تيروي او دلته افغان ولس له لوږې سره مخ دی، د اشرف غني تر تلو مخکې د افغانستان ولس ۹۰ سلنه په غربت کې ژوند کوی.نو محترمو د دوی شعار او کردار کې هم بلها فرق وو چې ډېری ورسره د پيسو په خاطر ولاړ وه، خو ډېری يې بيا د وطن دوستۍ په غوليدلي شعار تېر ايستلي وه. ۴- پي ټي ايم: (منظور پشتين او ډله يې) د دوی شعار پښتونولي لوی افغانستان جوړول او د پنجابي نظام مخالفت دی، خو کردار يې بيا د پښتون او لوی افغانستان دښمني او د پنجابي نظام خدمت دی.يو وخت مې د پي ټي ايم د يوه کارکن سره بحث سو، نو مجلس کې راته وايي چې تاسو د مارکسيزم فلسفه لوستلې؟ وايم هو! ورته مې و ويل چې ايا تاسو کمونيستان ياست؟ ډېر په فخر يې راته و ويل چې هو! ما بيا ځلي ترې وپوښته چې د پي ټي ايم غړی هم يې؟ ويل يې هو! نو ما ويل دا څنګه کېدلای سي چې هم دې د مارکسيزم فلسفې پلوی يعني کمونيست سې او هم دې د عدم تشدد فلسفې لاروی سې؟ ځکه د مارکسيزم پلويانو(کمونيستانو) خو همېش د تشدد له فلسفې کار اخيستی او هر هغه څوک چې د دوی مخالفت يې کړی په بې رحمۍ سره وژلی؛ وطن او کورونه يې ورته لوټې، لوټې کړي او تاسو هم د مارکسيزم پلويان ځانونه بولئ او هم د عدم تشدد فلسفې لارويان، نو معلومه ده چې ستاسو شعارونو او کردار بلها توپير سته او هغه داسي: د دوی شعار پښتونولي، لوی افغانستان، پښتونخوا او د پوځ مخالفت دی، اما کردار کې بيا هيڅ تاوان د پاکستان حکومت او پوځ ته نه دی رسولی بلکې ګټه يې ورته رسولې، کله به چې بلوڅ ځوانانو کې کوم يو د حکومت له وحشتونو څخه په تنګ سو، د آزادۍ او بغاوت فکر به يې له وحشي نظام د پنجاب څخه پيدا سو نو بلوڅ BLA ټولۍ ته به لاړ او اوس هم ځي، چې پنجاب ته يې سر درد جوړ کړی؛ او کله به چې د پښتونخوا کوم پښتون ځوان د پاکستان له وحشي نظام څخه په تنګ سو او وينه به يې پر جوش راغله نو به یې ټي ټي پي مجاهدينو ته ځان و رساوه او د پنجاب مخالف جګړه به يې شروع او پنجاب ته به يې سخت تاوان رسوی؛ دغه حالت او د پښتنو بغاوتونه ورځ تر بلې ډيرېده او د پنجاب مقابل ځوانان به د ټي ټي پي په ليکو کې درېدل، چې پاکستان دغه حالت سخت وارخطا کړ او د خپل شيطاني فکر پر اساس يې د پي ټي ايم په نامه منظور پښتون راپورته کړ؛ او ځيني نمايشي شعارونه يې ور په غاړه کړه او څه ناڅه نمايشي حرکات او جلسې یې وکړې، په دې کار سره پنجاب دوه هدفه و ويشتل:لومړی دا چې هغه ځوان چې وينه يې پر جوش راغلې وه او جګړې ته اماده وو له جګړې يې را وګرځول او اوس يواځې پرلت کې ناست وي او د عدم تشدد بغارې وهي، چې دا د پاکستان نظام او پوځ ته هيڅ تاوان نه رسوي. دوهم هدف يې دا تر لاسه کړ چې په همدغه ځوان چې د دوی مخالف پورته سوی وو اوس د ټي ټي پي مقابل تبليغات پرې کوي، وايي ټي ټي پي ترهګر دي او د دوی له لاسه پنجاب پر موږ ظلمونه کوي؛ وايي چې پښتنو کې ترهګر هم پوځ روزلي يعني هغه اصيله د پنجاب دښمنه ډله چې د پنجابي پوځ وژلو او د ځان په قرباني کولو دوی ته آزادي غواړي اوس د همدوی په ذريعه د همغې ډلې مخالفت او د سپر په توګه ترې کار اخلي. نو د دوی هم شعار او کردار کې بلها فرق دی. يو بل مثال يې د محسن داوړ دی چې پاکستان کې يې همېش د عدم تشدد فلسفه خپله کړې، خو کله چې د شمالي ټلوالې او نورو لنډغرو سره يې تاجکستان غونډه کې ګډون وکړ نو ويې ويل چې طالبان په جګړه راغلي او بايد په جګړه و ايستل سي؛ پاکستان کې د عدم تشدد فلسفې والا دومره تشدد د افغانستان په اړه څنګه خوښوي؟ دا ځکه د دوی کردار او شعار کې بيخي زيات فرق دی نو شعار نه بلکې د هرې ډلې، هر نظام کردار اهم دی. ۵- شمالي ټلواله او داعش: د شمالي ټلوالې شعار قوم پرستي، وطن پرستي او ډيموکراسي ده، خو اصل کې دوی د دې هر څه خلاف کردار کوي. غلا، چور او فساد، د افغانانو قتل عام، لواطت، زنکه بازي او شراب خوري؛ بلکې داسي بد عمل نسته چې دوی دې نه وي کړی، اسلام دې نه مني، افغانستان او جغرافيه دې نه مني، پښتون دې نه مني او د تعصب آخري درجې ته رسېدلي خو شعار ته يې بيا وګوره! نور ټول وحشتونه يې پرېږده يواځې د افشارو د وحشت يادونه که يې وکړم نو په سلګونه ماشومان، زنانه، سپين ږيري او ځوانان د شيعه ګانو ورونو يې په يوه ورځ تر خاورو لاندي کړه او له ښځو څخه يې تيان پرې کړه، د مور مخې ته به يې د لور سره زنا کوله، مړې به يې ورته پراته وه خو پر دوی به دې وحشيانو جنسي تيری کاوه؛ همدغسي د دښتي ليلې وحشت يې وګوره.بل طرف داعش چې ځانونه تر ټولې نړۍ ورته ښه مسلمانان ښکاري، د خلافت تر شعار لاندې داسې وحشتونه کوي چې انسانيت ترې پناه غواړي؛ شعار يې اسلامي خلافت دی خو کردار يې دا دی چې هر ځای يې مسلمانان شهيدان کړي، هر ځای چې مجاهدين له کفارو سره جنګېږي دوی هلته ځان ور رسولی وي او پر ځای د کفارو د مجاهدينو سره په جنګ وي؛ د دوی له تاسيس څخه تر ننه تاسو د دوی تاريخ مطالعه کړئ، چې دې څو کلونو کې هر ځای دوی د مسلمانانو او مجاهدينو سره په جنګ دي؛ چيري چې هم غرب ناکامه سوی هلته دوی ځان ور رسولی، تر څو هغه مجاهدين بيرته ناکامه او د غرب ګټې خوندي کړي؛ د پاکستان له ډيموکراسۍ څخه راځي افغانستان کې د يوه اسلامي نظام او د علماوو سره جنګېږي خو شعار يې څومره سپېڅلی ټاکلی اما کردار يې بيخي زيات لړلی دی، ځکه شعار و کردار کې يې ډېر فرق دی. عجيبه لا دا چې يو طرف شمالي ټلواله چې د تعصب، وطن پرستۍ او ډيموکراسۍ ډول ته په نڅا دي او بل طرف بيا داعش خراسان چې د خلافت زمزمې وهي اوس دواړه سره يو سوي، يو له بل سره مالي او تسليحاتي مرستې کوي، که د دوی شعار و کردار يو وای نو خلافت غوښتونکي او د وطن پرستۍ، تعصب په بد رنګ لړلې ډله سره يو کېدلای سوای؟ نه! هيڅکله نه ځکه خو وايم چې شعار نه بلکې کردار اهم دی او هر وخت چې د چا طرف کوئ لومړی يې کردار وګوره چې څه کوي، څنګه يې کوي بيا يې د ښو يا بدو په اړه فيصله وکړه نه دا چې په شعار يې خطاوځئ! نو اهم کردار دی شعار نه.پای

ځواب پریږدئ

Exit mobile version