عبدالله زاهد

د دوحې تړون (افغانستان ته د سولې راوړلو تړون) چې د افغانستان د اسلامي امارت او د امريکا د متحده ايالاتو تر منځ لاسلیک شو، وروسته له شلو کلونو څخه د جګړې د خاتمې او د بهرنيانو د وتلو تړون وو، چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا ملا عبدالغني برادر او د امريکا د متحده ايالاتو له طرفه استازي زلمي خليلزاد تر منځ د فبروري پر ۲۹ د ۲۰۲۰ ميلادي کال په قطر، دوحه کې لاسليک سو.د امريکا د متحده ايالاتو غوښتنه دا وه چې افغانستان به د تروريزم په ځاله نه بدليږي، مطلب له افغانستان څخه به نورو هيوادونو ته خطر نه مواجه کېږي او دغه خاوره به د نورو په ضد نه استعمالېږي، چې طالبانو همداسې کړي دي، پوره امنيت يې راوستلی او هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې يا هم داخل د افغانستان کې فعاليت وکړي او يا هم د افغانستان خاوره پر نورو ملکونو د حملې لپاره استعمال کړي؛ بلکې پاکستان او ځيني نور همسايه ملکونه دي چې د شمالي ټلوالې او داعش خراسان روزنه کوي؛ دا خپله امريکا د پاکستان په لاس يوه پروژه ده چې عملي کوي يې او کوښښ يې دا دی چې افغانستان نا امنه وښيي، خو بيا هم نه دي توانېدلي او د افغانستان له خاورې څخه هيڅ کوم ملک ته تاوان نه دی رسېدلی. طالبانو د دې تړون هره ماده پوره عملي کړې خو بل طرف د امريکا متحده ايالاتو پر خپلو وعدو وفا نه ده کړې او نه هم د دوحې تړون ته وفاداره ښکاري، يوې خواته يې د افغانستان پيسې کنګل کړي او د افغانانو خپلې پيسې نه ورکوي؛ په داسې يوه حالت کې چې افغانان تازه له شل کلنې جګړې رابهر سوي؛ د سولې او امن تازه باب يې پرانيستی، بل طرف د همسايه ګانو منافقت او مشکلاتو سره مخ سوي، ځکه همسايه ګان مو نه غواړي موږ آرام او خپلواک ژوند ولرو، نو له ځينو اقتصادي او تجارتي مشکلاتو سره افغانان مخ سوي؛ چې بل طرف بيا د امريکا متحده ايالاتو د افغانانو پر خپلو پيسو خېټه اچولې او هم يې د نه رسميت مشکلات رامنځته کړي دي، ځکه افغان تجاران د بانکي او راکړه ورکړي له سختو مشکلاتو سره مخ دي.همدا راز یې وعده کړې وه چې تور لیست به ختموي خو نه تنها دا چې هغه یې ختم نکړ، بلکې درګرده لګیا دي، تازه بندیزونه وضع کوي او هماغه پخوانۍ ناچله نسخې تکرارويافغانستان کې امن دی، ډلې نسته او يو مرکزي دولت شتون لري، افغانانو ته محبوب، ورورګلوي، د عدل نظام دی، نه د افغانستان خاوره د بل ملک پر ضد استعمال سوې خو برعکس همسايه ګان ډلې روزي چې دې کې ځيني د امريکا او غرب په خوښه دا کار کوي. دلته د رسميت وعده چې امريکايانو کړې وه او پر ځای کړې يې نه ده چې له دې داسې ښکاري چې نړۍ نه غواړي افغانان په امن او سوله کې ژوند وکړي ځکه د دوی ګټې جګړې کې خوندي وې.د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په تړاو یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي:«که امارت غواړي چې د مشروع واکمنانو په توګه وپېژندل شي، نو خپلې ټولې ژمنې دې پوره کړي او دوی دا کار نه دی کړی.»هغه په دغه خبري ناسته کې ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې د امریکا په تګلاره کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.نړيوالو اصل کې افغانستان کې دغه حالت نه غوښتی چې افغانان دې يو مرکزي قوي نظام ولري، ډلې ټپلې دې نه وي خو دوی هم نور نه سوای پاته کېدلای ځکه ۲.۳۱۳ ټريليونه مصرف ترې سوی وو، او بل طرف د نړۍ نورو جګړو کې هم ښکېل وه او دلته يې دې شلو کلونو کې ورځ تر بلې د ناکامۍ نښې راپورته کېدلې او طالبان د کمزوره کېدو پر ځای ورځ تر بلې قوي کېدل نو د خپلې شرمناکې ماتې د پټولو په خاطر سولې ته تيار سوه خو اوس دا دی هغه کوم تعاهدات چې يې کړي وه نه يې عملي کوي، بلکې لا هم پړه پر افغان حکومت اچوي چې د دوحې تړون ته ژمن نه دي.په يونايټيډ سټېټ آف انسټيټيوټ (United States institute of Peace) کې دوی په پوره وضاحت سره ويلي چې د افغانستان جګړه نه ګټونکې جګړه وه او موږ په هيڅ ډول سره نه سوو بريالي کېدلای، وايي چې موږ ډېر ځاني او مالي تاوانونه يووړه خو داسې ښکاري چې هغوی به بيرته واکمن کېږي نو مخکې تر دې چې له يوې شرمناکې ماتې سره مخ سو ښه دا وه چې د سولې تړون وکړو؛ په ټوله کې د دوی مطلب د سولې راتګ افغانستان کې نه وو بلکې د دوی تېښتې ته د سولې د تړون په نامه لاره جوړول وه او بل طرف طالبانو ته د بريا لاسته راوړلو يوه ښه موقع وه دا تړون.اوس معلومه ده چې د امريکا متحده ايالات به د تړون څخه سرغړونه کوي ځکه نه يواځې د جګړې په ميدان کې بلکې سياسي شکست هم طالبانو ورکړی چې د دې شرمونو د پټولو په پار دوی پر ميډيا کوښښ کوي چې طالبان د تړون په نه عملي کولو تورن کړي؛ ورسره يې تر خپل لاس د افغانستان همسايه غلامانو ته دا دنده سپارلې چې افغانستان کې حالات خراب کړي، خراب وښيي، طالبان ملامت وښيي.دغه د پاکستان بې ځايه نارې چې پر سټېج وهي چې د افغانستان خاوره زموږ پر ضد استعمالېږي دا هم د همدې پروژې يو برخه او د امريکا په خوښه دا نارې وهي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version