د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ مياشتي له ۲۰مې څخه د همدې میاشتې تر ۲۶مې) نېټې پورې د یاد وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۳ زره او ۴۶۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د نوموړي په وینا، د حیرتان بندر له لارې ۷۵ زره او ۴۹۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸زره او ۷۲۶ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۲زره ۲۷۲ ټنه او د خواف ـ هرات پټلۍ له لارې ۶زره او ۹۷۳ ټنه توکي انتقال شوي دي.

ویل شوي، په دې انتقالاتو کې، نفتي، غیر نفتي او نور سوداګریز توکي شامل دي.

ښاغلي حق‌شناس ډاډ ورکړی، چې ټولګټو چارو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version