د ‎کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسؤلینو ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې له ایران او پاکستان څخه ۱۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي.

د دغه وزارت ویاند، مولوي عبدالمطلب حقاني رسنیو ته ویلي، چې د دغو تازه راستنېدو شویو کورنیو د غړو شمېر ۱۰۷ زره ۳۷ کسانو ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر دغو راستنو شویو نغدې پیسې او سیمکارتونه وېشلي او روغتیایي خدمات یې ورته چمتو کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version