‏د نیمروز ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د افغانستان او ايران تر منځ د ورېښمو پُل د هر ډول تګ او راتګ پرمخ پرانیستل شوی.

خبر زیاتوي، چې دغه لار له یوې اوونۍ راهیسې د ایران له لورې تړل شوې وه، چې د نيمروز ولايت مقام او ايراني مسؤلينو له خبرو وروسته اوس د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستې ده.

د خبر له‌مخې، د نیمروز ولایتي اداره ایراني مسؤلینو سره د ښې همغږۍ، د سرحدي ستونزو د حل او د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره جدي هڅې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version