ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ترمنځ د تخنیکي خبرو درېیم پړاو د اتریش په ویانا ښار کې ترسره شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې دغه خبرې د صهیونیستي رژیم او امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو تر بریدونو وروسته، د ایران د پارلمان د ځانګړې پرېکړې په رڼا کې د یوه نوې تګلارې د رامنځته کولو په پار ترسره شوي.
د راپور لهمخې، دواړو لوریو سمدستي د نوې مسودې پر بندونو بحثونه کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تر دې وړاندې ویلي وو، چې له یادې ادارې سره د ایران اړیکې پرې شوي او د پخوا په څېر همکاري ورسره نهشي کولای.