‏د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطه العالم الاسلامي) رئیس شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر کابل ته رسېدلی.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ارګ کې د نوموړي هرکلی کړی.

د خبرپاڼې له‌مخې، ټاکل شوې د سرپرست حکومت رئیس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند به له نوموړي سره وګوري او د افغانستان او یاد سازمان ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د اسلامي نړۍ د شته مسایلو او حل لارو په اړه خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس به همداراز د کورنیو چارو له سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره هم جلا کتنې ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version