د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، ‌د روان کال په چنگاښ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۲,۷ سلنه ټیټوالی راغلی دی چې ۸,۵ سلنه د مېوو او ۸,۳ سلنه د سابو په بیو کې دی.

له بلې خوا د غیر خوراکي توکو په بیو کې ۱,۴ سلنه ټيټوالی ښکاري چې ۳,۳ سلنه یې د جامو او ۲,۶ سلنه یې د کور سامان په بیو کې راغلی دی.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کېو یل شوي، د روان کال په چنگاښ میاشت کې د لگښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱,۹ سلنه ټیټوالی ښيي چې د پړسوپ دا ټیټوالی تر ډېره د خوراکي توکو (سابه او مېوې) او غیرخوراکي توکو (جامې او کور سامان) د بیو د ټیټوالي له امله دی.

همدارنگه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۳ کال په چنگاښ میاشت کې د پرو سږ کال همدې میاشت په پرتله ۶,۰ سلنه ټيتوالي ښکاري.

د خبرپاڼې له مخې، بل خوا د روان کال په چنگاښ میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځني ډول ۷۱٬۱ افغانۍ و، په داسې حال کې چې د پرو سږ کال په غبرگولي میاشت کې یاد ارزښت ۷۱٬۲ افغانیو ته رسېده.

که د افغانیو ارزښت د پرو سږکال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱۷,۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

که څه هم په هېواد کې د خوراکي توکو بیه ټیټه شوې ده؛ خو په هېواد کې بې‌کاري، فقر او لوږه زیات شوي دي.

پرون د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي و اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۳.۷ مېلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۱۲.۴ مېلیونه کسان د خوړو خوندیتوب نه لري او نږدې نیمايي وگړي یعنې ۴۸ سلنه د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version