د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له تېرو اوو میاشتو راهیسې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ۵۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت سوداګريزه راکړه ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته ویلي، چې له دې جملې ۳۷۹ میلیونه ډالر د افغانستان صادرات دي، چې ډېره برخه یې وچې مېوې جوړوي.

نوموړي ویلي، چې په صادراتو کې وچ انځر، زعفران، اینجه او تخم یې، ممیز، شنه زیره، پسته او بادام شامل دي، خو واردات بیا طبي درمل، صنعتي خام مواد، د کتان مساجات، د موټرو پرزې او ماشين آلات جوړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version