د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د افغان حکومت د مشرتابه په حکم تېرو درېیو میاشتو کې پنځه زره او ۷۸۱ رواني ناروغان راټول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، یاد شمېر رواني ناروغان له ټول هېواد څخه راټول او د درملنې لپاره افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي دي.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند ویلي، هڅه کېږي، چې له شته امکاناتو په استفادې یادو ناروغانو ته لازمې روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version