د بلوچستان مشهور ديني عالم مولانا منظور احمد مينګل د پاکستان د اتحاد العلماء غونډې ته په خبرو کې ويلي، چې پاکستاني رژيم پښتونخوا او بلوچستان کې د خارجيت تر نامه لاندې د خلکو قتل عام روان کړی دی.
نوموړي، د مفتي عبدالرحيم هغو خبرو ته چې د پاکستان پوځي رژیم پر ننګه یې د پښتونخوا او بلوچستان خلک خوارج بللي و ويلي، چې د هغه ملا حيثيت څه دی چې تر اوسه د خارجيت په مانا او شاليد نه دی خبر.
ښاغلي مينګل همدا راز زياته کړې، چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې خلک د خپل عزت او مال د ساتنې لپاره راوتلي دي.
هغه ويلي، پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ دا حال دی، چې د ماښام تر لمانځه وروسته څوک له کوره نه شي وتلای او په خبره یې هلته وسايل دي، چې مسايل پېښ شوي.
د مولانا منظور احمد مينګل په خبره پاکستاني حکومت يواځې د کويټې تر ښار پورې محدود دی.
