د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په غبرګولي او چنګاښ میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د پنځه زره او ۱۹۶ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

د یادې ادارې د خبر له‌مخې، په دې موده کې د ۱۴۱ ښځینه‌وو په ګډون دوه زره او ۹۰۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون، دوه زره او ۲۹۵ نور له هېواده وتلي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې، چې له دې ډلې دوه زره او ۸۵۵ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۴۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې ۴۶۷ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار او تحصیل په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر ۱۸۴۹ بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۴۷۰ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د تورخم، حیرتان د فاریاب اقینې او د بدخشان د اشکاشم بندرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.

د یادونې ده، چې پر هېواد د سرپرست حکومت له حاکمیت وروسته هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ د پام وړ ډېر شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version