د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور د دغه وزارت او عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لیک د لاسلیکولو مراسمو ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره خورا ښې سرچینې او فرصتونه شتون لري او په خبره یې پانګوال دې ورڅخه استفاده وکړي.
نوموړي زياتوي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د ملت دردونه درک کړي او د درملنې لپاره یې هڅې کوي.
د ښاغلي منصور په خبره افغانستان ته د پانګوالو راتګ او پانګونه کول، پر شته نظام باندې د دوی د بشپړ اعتماد څرګنداوی دی.
نوموړي زياته کړې، چې د عزيزي ګروپ د پانګونې قدر کوي، او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.