د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد پر خپلې اېکس پاڼي لیکلي چې، د ۲۰۲۴ کال په لسو میاشتو کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وياند د معلوماتو له مخې، له دې اندازې ٤٤٧ ميليونه ډالره صادرات او د ٢٠٣ ميليونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.

هند ته د افغانستان عمده صادراتي توکي وچ انځر، هنګ، زعفران، ممیز، زیره او بادام دي.
او له هند څخه په وارداتي توکو کې د فابریکو لپاره اومه مواد، رخت، او نخود شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version