د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ويلي، چې د تېر ۲۰۲۳ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۱۵مې را پدیخوا د جون میاشتې تر وروستیو پورې له پاکستانه ۶ سوه او ۳۹ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د یادې ادارې په وینا د دغو شمېرو له مخې یو سل ۴۸ زره یې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یو راپور کې ویلي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدلو لړۍ د روان کال د مارچ د میاشتې راپدیخوا چټکه شوې، چې د مې په میاشت د اپریل د میاشتې پرتله د ستنېدونکو کډوالو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د خبر پر بنسټ په دغه میاشت تر ۴۰ زرو پورې کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان ور اخوا له ایران څخه هم هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال هېواد ته راستانه کیږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version