د ننگرهار د کانال شرکت وايي، سږکال به په دغه ولایت کې د خورماوو حاصلات د تېر کال په پرتله څلور برابره ډېر وي.
د کانال شرکت رئیس غلامالرحمن کظیم وايي، سږ کال به د دې شرکت د خورماوو د بڼ حاصلات نږدې ۴ ټنه د پرو سږکال په پرتله ډېر وي.: «تېر کال د دې خورما بڼ حاصلات ۱۸ ټنه وو او سږکال تمه ده چې که کوم طبیعي افت نه وي، له شلو تر ۲۲ ټنو پورې به ورسېږي.»
د کظیم په خبره، د ننگرهار کانال شرکت د خورماوو بڼ د هډې فارم په دویم بلاک په څلوېښت جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.: «په دې بڼ کې شپږ ډوله ۲۷۰۰ بوټي کرل شوي چې روان کال به کابو ۱۲۰۰ بوټي حاصل ورکړي. که ټول ۲۷۰۰ بوټي حاصل ورکړي، د حاصلاتو کچه به نوره هم لوړه شي.»
دی وايي، د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه پر وخت او منظم ډول د اگروتخنیکي فعالیتونو کول دي، چې ورسره د خورماوو حاصلات ډېر شوي دي.
په ننگرهار کې د مرکز سربېره په گوشتې ولسوالۍ کې هم د خورماوو بڼونه جوړ شوي؛ خو تر اوسه یادو بڼونو حاصلات نه دي ورکړي.
د ننگرهار د کانال شرکت مسوولین وايي، که د کرنې وزارت په دغه ولایت کې د خورماوو بڼونه ډېر کړي؛ نو په نږدې راتلونکې یوه لسیزه کې به افغانستان د خورماوو په برخه کې پر ځان بسیا کړي.