د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغل له امله ۱۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي او ۴۹۵ نور ټپیان دي.
د ياد وزارت د خپرو کړيو شمېرو له مخې د مارچ له ۱۸مې راهیسې او تر اوربند وروسته بیا پیل شویو بریدونو کې تر دې دمه ۸ زره ۶۶ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۲۸ زره ۹۳۹ ژوبل دي.
دغه راز بيا د جګړې له پیل (د ۲۰۲۳ د اکتوبر ۷مې) راهیسې د شهیدانو شمېر ۵۸ زره ۸۹۵ او د ټپیانو شمېر ۱۴۰ زره ۹۸۰ تنو ته رسېدلی.