نن دوشنبه د روسیې او اوکراین ځواکونو ترمنځ د روانې جګړې ۸۹۹ مه ورځ ده، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، چې اوکراین کې د اروپا تر ټولو سترې اټومي بټۍ ژپروژیا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او په وينا یې ياده د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ د تخريب له ګواښ سره مخامخ ده.
د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې زیاته کړې، چې د بټۍ له ځینو برخو لوګي هم پورته شوي، خو داسې نښې نه دي لیدل شوي، چې اټومي شعاع دې له بتۍ بهر ووځي.
په بټۍ چې د چاودنو په غبرګون کیف او مسکو د دغو چاودنو مسولیت یو بل ته راجع کړی او دغه راز مسکو خبر ورکړی، چې د روسیې خاورې ته د اوکرایني پوځيانو د ننوتلو مخه یې نیولې او همدارنګه بېلابېلو سیمو کې یې د اوکراین د پوځ ډرون الوتکې هم راغورځولې دي.