ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې زلزله ځپلو هیوادوالو ته د ملي دفاع وزارت هوایي ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې ۱۵۵ پروازونه ترسره کړي دي.

سرچينه وايي، په لومړۍ ورځ ۸۳ پروازونه ترسره شوي او ۱۰۰۰ تنه هېوادوال یې انتقال کړي او همداراز دویمه ورځ بيا په ۷۲ پروازونو کې ۳۶۱ تنه ټپیان، ۵۴۰ تنه د ټپیانو پایوازان چې ټولټال ۱۹۰۱ تنه کېږي انتقال کړي دي.

د معلوماتو له مخې په يادو پروازونو کې لس زره کيلو خوراکي او غير خوراکي توکي هم انتقال شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version