د هېواد ختیځ ننګرهار، کنړ او شاوخوا ولایتونو له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو په موخه د هېواد په سوداګریزو بانکونو کې له زیانمنو سره د مرستې په موخه ځانګړي حسابونه پرانیستل شول.
د افغان حکومت د مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت لهخوا په خپور شوي دې لېست کې د یادو حسابونو شمېرې درج شوی، تر څو عام هېوادوال، سوداګر او نور کسبګر خپلې مرستې له دې لارې اړمنو ته ورسوي.