د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله فاروقي ویلي، د روان ۱۴۴۷ کال په جریان کې د سرحدي پولیسو منسوبینو له ډلې یې ۹۰ سلنه پرسونل مسلکي زدهکړې ترلاسه کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د همدې مسلکي وړتیاوو او چلند په مټ، سرحدې ځواکونو د هېواد په نړیوالو هوايي ډګرونو، نړیوالو پولو په بندرونو او فرضي کرښې دروازو کې مهمې لاسته راوړنې درلودې.
ښاغلي فاروقي ویلي، چې د سرحدي پولیسو منسوبین روان کال له هېواد څخه د تاریخي اثارو د قاچاق کچه صفر ته را ټیټه کړې، د بهرنیو اسعارو او د قیمتي ډبرو قاچاق مخنیوي سربېره یې هېواد ته د زرګونه نشهیي ګولیو د قاچاق هڅې هم شنډې کړې دي.
د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند زیاته کړې، چې د پورته یادو شویو مواردو او د جعل په تړاو ۲۸۷ تنه مظنونین نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
