ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې صهیونیستي رژیم او امریکا نن (شنبه) سهار مهال د ایران بوشهر ښار کې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ تاسیساتو ته نږدې هوايي برید کړی.
په راپور کې راغلي، د روانې جګړې له پیل راهیسې څلورم ځل دی، چې د دغې اټومي بټۍ ته څېرمه سیمو کې هوایي برید کېږي.
د خپرو شویو معلوماتو د تازه برید له امله د یادې اټومي بټۍ د برېښنا تولید نه دی اغېزمن شوی او ګټه اخیستنه ترې په عادي ډول روانه ده.
په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر دې برید ته په غبرګون کې ویلي، چې پر بوشهر اټومي برېښناکوټ برید به پر تهران سربېره د خلیجي هېوادونو پلازمېنې هم له منځه یوسي.
بل پلو د روسیې بهرنیو چارو وزارت یاد برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې امریکا او صهیونیست رژیم د هستوي وسلو د نه خپرېدو او هستوي خوندیتوب په برخه کې خپل اعتبار په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی.
