د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رئیس عبدالعلي عمري د دغه وزارت د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام ته ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ، په تېر کال کې، د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ جوړې شوې دي.

د نوموړي په خبره دا ولسوالۍ په بدخشان، لغمان، بادغیس، فاریاب، بلخ، کندهار، نورستان او څو نور ولایتونو کې جوړې او د هېواد په رسمي نقشو کې اضافه شوې دي.

ياده دې وي، چې په ګڼو ولايتونو کې تازه جوړو شويو ولسواليو ته د مقام ودانيو د جوړولو چارې هم پيل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version