د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر په تېر یوه کال کې د یاد وزارت د لاسته‌راوړنو په اړه خبري‌ناسته کې ویلي؛ د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو لپاره د ښاري پراختیا د ۵۷ پلانونو منظورېدل، په کابل کې د قطر استوګنیز ښارګوټي د اول فاز د چارو بشپړېدل، د ۳زره ۱۸۱ ښاري سرغړونو تثبیت او پېژندنه، له ۴سوه ۴۳ ساختماني پروژو څخه څارنه، د کډوالو ښارګوټو جوړولو لپاره د ځمکې ورکولو برخه کې د تدابیرو نیول او د کابل د نوي ښار د درېیم فاز د تفصیلي پلان منظورېدل تېر کال کې د دې وزارت لاسته راوړنې دي.

نوموړي ویلي، چې تېر کال يې په کندهار کې یو استوګنیز ښارګوټی ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، په هلمند کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي جوړولو چارې دوام لري او په ننګرهار کې هم د ۲۰ زره کورنیو لپاره د استوګنې سروې ترسره شوې ده.

د امارتي ادارو د تېر کال د لاسته راوړنو او پلانونو د تشریح پروګرام د حکومت د رسنيو په مرکز کې دوام لري چې نن د کور او ښار جوړولو وزارت يو کلنې لاسته رواړنې او پلانونه د رسنيو او خلکو سره شريکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version