د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغل له امله ۳۹ فلسطینیان شهیدان شوي او ۴۹۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زياته کړې، چې د جګړې له پیل (د ۲۰۲۳ د اکتوبر ۷مې) راهیسې د شهیدانو شمېر ۶۱ زره ۳۶۹ او د ټپیانو شمېر ۱۵۲ زره ۸۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

ياد وزارت همدا راز ويلي د مرستو په مرکزونو د اسرائیلي رژيم د بريدونو له امله بيا د شهيدانو شمېر ۱۷۴۳ تنو ته رسېدلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version